Azaranica is a non-biased news aggregator on Hazaras. The main aim is to promote understanding and respect for cultural identities by highlighting the realities they face on daily basis...Hazaras have been the victim of active persecution and discrimination and one of the reasons among many has been the lack of information, awareness, and disinformation.

Thursday, October 13, 2011

لندن کې د اتومي فزيک افغان محصل جايزه وگټه

داکټر طاهر شاران هيله من دى چې يوه نه يوه ورځ افغانستان ته ستون شي او هلته کار وکړي

طاهر شاران د لندن له يو سي ايل له پوهنتونه د د ليزر وړانگو په وړاندې د اتمي جوړښت په باب د کړې څيړنې له بريالۍ دفاع وروسته د فوستر کرې په نامۀ د پام وړ جايزه وگټله .

د جايزې د ورکړې پر وخت ويل شوي چې د طاهر شاران څيړنې د فزيکي غبرگون د نړيوالې څيړنيزې ادارې له خوا ستايل شوي او په دې دليل ورته دا وياړ ور په برخه کوي .

د يو سي ايل پوهنتون وايي د ډاکټر طاهر شاران څيړنه چې د دغه پوهنتون د اتمي فزيک د استاد کالا فريا تر نظر لاندې شوې وه په دې وروستيو کې د جرمني د فزيک د مطالعاتو د يوې موسسې له خوا وڅيړل شوه او د خورا مهم سند په توگه وگټل شوه .

ډاکټر شاران له بي بي سي سره په خبرو کې د دغې جايزې پر ترلاسه کولو خوښي وښووله خو ويې ويل چې د دۀ څيړنه د دۀ په وينا په سمندر کې د يوۀ څاڅکي برابر ده .

ډاکټر طاهر شاران د افغانستان د باميان په ولايت کې زيږيدلى او په مزار شريف کې يې لومړنۍ زده کړې کړي دي .

دى وايي ليواله دى چې يوه ورځ افغانستان ته ستون شي او هلته د اتمي انرژۍ په برخه کې کار وکړي .

په لويديځ کې گڼ شمير افغان ځوانان په لوړو زده کړو بوخت دي خو ډيرى يې له پېچلو ساينسي مضامينو سره مينه نه ښيي .

No comments:

Post a Comment